دَ صفا مروه مينځ کښې اؤو منډې وهل پهٔ هر عمره کؤنکي اؤ حج کؤنکي واجب دي۔اوس دَدې تکل کول دي۔ دَدې دپاره اول دَ حجر اسود نهم استلام کول دي۔ اؤ بيا صفا طرف ته تلل دي۔چې کله دَ صفا پهٔ غونډۍ دومره ؤچت بنده وخيژي چې بنده ته دَ هغه ځائے نه۔خانه کعبه پهٔ نظر راځي نو هلته اول کهٔ موقع وي نو دا ويیٔل پکار دي ۔
اللّٰھُمَّ اِنِّی اُرِیدُ السَّعیَ بَینَ الصَّفَا وَ المَروۃَ سَبعۃ اَشوَاطٍ لِوَجھِکَ الکَرِیمِ ، فَیَسِّرہ لِی وَ تَقَبَّلہُ مِنِّی دَ دې نه پس دَ صفا مروه دَ اؤو چکرو نيت کولے شي۔ چې اے الله زۂ دَ صفا مروه دَ اؤو چکرو نيت کوم ته ئې راته اسانې کړې اؤ قبولې ئې کړې۔بيا الله اکبر ويئلو سره لاسونه دَ تکبير تحريمې پهٔ شان وچتول دي۔ بيا دعا دَپاره لاس اوچت وچتول اؤ دعا کول پکار دي۔دومره وخت چې تقريباً پکښې پنځويشت آيتونه دَ قرآن پاک ولوستلے شي۔ دَدې نه پس پهٔ خپل مناسب رفتار ذکر کولو سره مروه طرف ته روانيدل دي۔
شعایٔر دي دَ الله صفا مروه
دَ الله دَ محبت يو نظاره
هاجره چې شوہ خبر چې خدایٔ دا غواړي
دَ يواځې فکر نهٔ ؤ ورسره
وسيدل ئې کړل قبول هلته يواځې
دَ الله پهٔ توکل اؤ بهروسه
دَ مور مينه خو ژوندیٔ وه ، شوه پهٔ منډو
اسمٰعيل چې تړقيدو پهٔ دې صحرا
دَ اوبو درک دپاره سر پهٔ منډو
دَ غونډيو مينځ کښې وه بيا هاجره
پهٔ دې منډو کښې ئېٔ نظر به پهٔ ماشوم ؤ
چې ظاهره شوه ناساپهٔ معجزه
دَ ما شوم پښو نه اوبه شولې روانې
هاجرې چې دَدې وکړه تماشا
دې اوبو ته ئې لهٔ شګو خرنډان جوړ کړل
دَ زم زم الفاظ راتلل ئې هم پهٔ خولهٔ
دا اوبه دَ زم زم شوې عطا لهٔ خدایٔ نه
جوړيدله به چې دلته کښې کعبه
لهٔ اول مجاهده ترې نه مطلوب وه
ورپسې شوه عنايت مشاهده
رب قبولې ئې پهٔ دې شان کړې دغه منډې
معتمر اؤ پهٔ حاجي دي لازم دا
دوي به منډې دغه شانې وهي دلته
دي واجب اوس عمره حج کښې هميشه
الله ډېر دے قدردان پرې اوس قربان شه
قرباني ضایٔع کوي نه دَ هيچا
هر څهٔ ځار کړه لهٔ خپل رب نه اے شبيره
چې باقي شي ګني شي به دا فنا
پہ صفا مروہ کښې چې کله هغه ځائے راشي چرته کښې چې شنې رڼاګانې شروع کيږي نو هغه ځائے کښې مينځني رفتار سره منډه وهل پکار دي اؤ چې دويم ځل شنې رڼاګانې راشي نو بيا منډه ختمول پکار دي۔ دَ منډې دوران کښې دا دعا ويئل پکار دي۔
رَبِّ اغفِر ،وَ ارحَم،اَنتَ الاعزُّ الاکرَم
مخکښې به مروه غنډۍ راشي۔هلته هم قبلې طرف ته دې مخ وي اؤ دعا کول پکار دي۔ يو چکر مکمل شو اوس دَ مروه غنډۍ نه صفا غنډۍ ته تلل دي اؤ دا چکر به هم دَ مخکښې پهٔ شان ختم شي اؤ دَ شنو رڼاګانو مينځ کښې منډه يادساتل پکار دي۔ دغه شان بيا مروه ته، بيا صفا ته، بيا مروه ته، بيا صفا ته، اؤ بيا مروه ته چکرې لګول دي چې اؤو چکرې ختمې شي نو عمره ختم شوه۔ پهٔ مطاف کښې دوه رکعته پهٔ اخر کښې ادا کول مستحب دي کهٔ مکروه وخت نهٔ وي هله۔