حلق کول


کهٔ دَ چا حج تمتع وي نو هغه دې خپل سر وخریٔ اؤ خپل احرام دې خلاص کړي اؤ قِران والا به دَ حج انتظار کوي۔دَ حلق پهٔ ځائے قصر هم کيدے شي خو دَ قصر طريقه داده چې سر دَ څلورمې حصې پهٔ قدر ويښتهٔ د ې پهٔ قينچۍ دَ ګوتې دَ دريمې حصې وږودوالي مطابق واخستے شي۔دادَ عشق سفر دے ۔دَ عشق تقاضا داده چې بنده دې ټول ويښتهٔ پهٔ پاکیٔ سره کټ کړي ځکه چې حضور ﷺ ټول ويښتهٔ کټ کړي وو اؤ دَ حلق کؤنکو دَ پاره ئې درې ځله اؤ دَ قصر کؤنکو دَ پاره ئې يو ځل دعا کړي ده۔فرق معلوم دے۔خَير کهٔ چا پهٔ صحيح طريقه قصر وکړو نو هغه هم غنيمت دے ګني کهٔ حنفي کس يو څو ويښتهٔ کټ کړل اؤ دا ئې قصر ؤګڼلو نو دا خبره خطر ناکه ده ولې نه؟


خپلې زلفي محبوب کټ کړې ، دې کښې دا۔چې۔شي ښودلے

چې دَعشق پهٔ عبادت کښې۔عاشق څهٔ څهٔ شي۔کولے


کهٔ ويښتهٔ دَ چا خپل خوښ وي لهٔ محبوب دَ حکم۔هم ډېر

نو هغهٔ ته څوک دې وخت کښې عاشق څنګه شي۔ويیٔلے


ټيک ده قصر هم صحيح دے۔دَ مسلک کهٔ مطابق وي

مسلک څو ويښتو دَ پاره زړۂ نه۔څوک شي غورزَولے


کهٔ دَ نفس خواهش غالب شي اؤ مسلک خپل پريږدي دلته

دَ دنيا پهٔ محبت به بيا۔ دے ښه شي ولړلے


نفس پهٔ عقل تهٔ مغلوب کړه عقل بيا پهٔ شريعت تهٔ

اے شبيره پهٔ دې لار کښې ځان پهٔ دغه شي ګټلے