اتم دَ ذي الحجې نه دَ حج ارکان شروع کيږي ۔ پهٔ اتم ذي الحجې دَ نمر د ختو نه پس دَ احرام پهٔ حالت کښې منیٰ ته روانيدل سنت دي۔کهٔ حج تمتع دَ چا وي نو هغه احرام مکه مکرمه کښې هر ځائے کښې تړلے شي۔ البته پهٔ حرم شريف کښې ئې تړل افضل دي۔يو نفلي طواف دې وکړي اؤ پهٔ پټ سر دې دوه رکعته نمونځ دَ سنتِ احرام پهٔ نيت وکړي۔ بيا دې سر بربنډ کړي اؤ دَ حج نيت دې وکړي، اَللّٰھُمَّ اِنِّی اُرِیدُ الحَجَّ فَیَسِّرہُ لِی وَ تَقَبَّلہُ مِنِّی، لَبیکَ اَللّٰھُمَّ لبّیک، لبَّیک لا شَرِیکَ لَکَ لبَّّیک، اِنَّ الحَمدَ وَ النِّعمۃ لَکَ وَ المُلکَ، لا شَرِیکَ لَکَ۔
چې اے الله زۂ نيت کوم دَ حج ته ئې قبول کړې اؤ راته ئې اسان کړې ، بيا دې تلبيه ووايیٔ بس احرام شروع شو دَ احرام پابنديانې هم شروع شوې۔ ۔حج يو ګران عبادت دے خو عشق دا ډېر اسان کړي ځکه چې دا دَ عشق سفر دے۔عاشقان خو ګويا داسې وايیٔ۔!
دَ حج مزې مزې خو دي تکليف ئې لهٔ څهٔ کم نهٔ دے
عاشق ونهٔ څښي دغه،دغه غم خو داسې غم نهٔ دے
محبوب مونږه چيړل غواړي اؤ دائې اداګانې دي
تاويږه لهٔ حرم ځنې خو دا ګورې صنم نهٔ دے
لازمې اداګانې دَ عشاقو ئې پهٔ عشاقو کړې
پوهيږي پرې عاشق صرف ، داهسې زېر وبم نهٔ دے
چې ګرانې فاصلې وې نو دَ رش نه خلق خلاص وو بيا
سفر کهٔ شو اسان نو رش ئې هم څهٔ سره سم نهٔ دے
پهٔ خدایٔ ئې چې بهروسه وکړه څهٔ جوړ لهٔ هاجرې نه شو
ضائع کهٔ ورته ګورې دَ هغې هيڅ يو قدم نهٔ دے
پلار هغه چې حليم دے اؤپهٔ ځویٔ ډېر مهربان دے
دَ ځویٔ ذبح کؤو کښې څهٔ حایٔل ورته شرم نهٔ دے
ديکې کهٔ خورې نو خوره دلته سفر دَعشق شبيره دے
غم نهٔ دے ، خوشحالي ده ، پيرزوينه ده، ستم نهٔ دے