آه! اوس پهٔ بيت الله شريف زمونږ نظر پريوتو والا دے۔دَ دعاګانو دَ قبوليت وخت رانزدې شهٔ۔هوښيار ! خبردار! نهٔ وخت ضائع کول دي، نهٔ موقع۔څهٔ داسې مناسب ځائے کښې ودريدل پکار دي چې کهٔ څوک راشي نو چې دَ خانه کعبې دَ پاره حائل نهٔ شي ۔چې دَ ډېرو دعاګانو موقع حاصله شي۔کم نه کم دا دعاګانې خو ضرور غوښتل پکار دي۔
اے الله حسنِ خاتمه راته نصيب کړې۔اے الله ايمان کامل راته نصيب کړې۔اے الله ماته اؤ دَ حضورﷺ پوره امت ته هدايت نصيب کړې۔
اے الله ما مستجاب الدعوات جوړ کړې۔
کهٔ دغه وخت زۂ فقير هم چاته ياد شم نو زما خوش قسمتي به وي۔ما دَ پاره خو دا دعا دې وغواړي۔چې الله تعالیٰ ما صرف دَ ځان کړي دَ بل چا نه۔
ګنهګار يم معافي تهٔ مګر راکړې
چې کعبه پرې وينم داسې نظر راکړې
پهٔ ما باندې دَ کرم نظر تهٔ وکړې
ډک دَ مينې زړګے تهٔ برابر راکړې
ستا دَ غير دَ تعلق نه هميش بچ شم
چې دَ ستا شم داسې آه دَ سحر راکړې
وي پهٔ ژبه مې ستا نوم ، زړۂ کښې قرآن اؤ
تعلق راته هر وخت دَ خپل در راکړې
رانه هېر نهٔ شي قرآن اؤ نهٔ تا هېر کړم
پهٔ دعوت کښې زما ښکلے اثر راکړې
الهٰي شبير واصل کړې پهٔ خپل فضل
نظر پاک راکړې اؤ زړۂ باخبر راکړې