مکه مکرمه دَ عظمتونو ښار، دَ الله تعالیٰ دَ نښو ښار،دَ بيت الله ښار چرته چې دَ حضور ﷺ وړوکوالے تېر شوے دے ، چرته چې اسماعيل عليه السلام دَ شودو رؤلو وخت کښې دَ مور سره دَ الله تعالیٰ پهٔ بهروسه پريښولے شوے وو،۔چرته کښې چې هاجرې بي بي دَ قافلې پهٔ تلاش کښې منډې ووهلې چې دَ خپل ماشوم ځوي دَ پاره اوبه تلاش کړي۔دا کار دَ الله تعالیٰ دومره خوښ شو چې باقي پاتې دنيا دَ پاره ئې پهٔ حج اؤ عمره کښې دا واجب ؤګرځولو۔دې ښار کښې دَ داخلې پهٔ وخت دَدې دَ مينې نه زړۂ ډک پکار دے۔
حاضری راته نصيب شوه دَ محبوب دربار کښې نن
چې حاضر دَ خدایٔ پهٔ فضل يم پهٔ دې لويیٔ ښار کښې نن
اوس توفيق دَ ادب هم راته نصيب کړې لويه ربه
لرې نهٔ شمه لهٔ ستا نه چې پهٔ دغه کار کښې نن
اؤ جي دا عجيبه ښار دے۔دلته دَهرې نيکیٔ اجر يو پهٔ لَک دے۔ دغه شان ګناه هم پهٔ لَک چنده ليکلے شي۔نادانه خو دَ نيکیٔ پهٔ لک چنده مست ګرځي اؤ پوې خلق دَ ګناه دَ لک چنده کيدو پهٔ تراره وي۔حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه به هم نمونځ پهٔ حدودِ حرم کښې کولو اؤ رهائش ئې دَ حدود حرم نه بهر وو۔دغې ته فقاهت وئيلے شي۔الله تعالیٰ دې مونږ ته هم دا نصيب کړي۔