دَ الله دَ کور طواف


چا چې دَ عمرې يا دَ حج قران نيت کړے وي نوهغوی ته اوس دَ عمرې طواف کول دي اؤ کهٔ دَ حج افراد نيت ئې کړے وي نو طواف قدوم به ورته کول وي۔ خوش قسمته دي هغوی چې اوس به دَ الله دَ کور طواف کوي۔ دا دَ شکر ځائے دے۔ دَ کعبې دَ عظمت خيال پهٔ زړۂ کښې ساتل پکار دي اؤ حجر اسود طرف ته تلل دي۔دَخپل څادر يو طرف دَ ښي ترخ نه لاندې تېر ول اؤ پهٔ بله اوږه باندې یٔی اچول دي۔دې ته اضطباع وئيلے شي۔ دا حالت به دَ طواف تر اخره جاري وي۔دَ حجر اسود مخې ته دَ راتلو نه مخکښې دَ طواف نيت کول پکار دي پهٔ دې الفاظو چې زۂ دَ طواف دَ اؤو چکرو نيت کوم۔ اے الله ته ئې قبول کړې اؤ اسان ئې کړې۔

الله اکبر و لِلهِ الحمد ويئلو نه پس،لاسونه دې لاندې وغورزولے شي۔دا ګويا دَ طواف تکبير تحريمه وشهٔ ۔اوس به دَ حجر اسود استلام کول وي۔دې دَ پاره دَ حجر اسود مخې ته راتلل پکار دي۔پکار خو داوه چې چپي ترنه اخستے شوے وے خو چونکې پهٔ حجر اسود خوشبویٔی لګيدلي وي اؤ هغه دَ احرام پهٔ حالت کښې منع ده۔ ولې نه؟


دي آداب دَ عشق بدل اؤ آداب دَ هوش بدل

ليونتوب چې وي پهٔ څهٔ کښې راولي بيا جوش بدل


خوشبویٔ لګول سنت دي دلفريب اؤ مزيدار

خو دَ عشق پهٔ ميدان کښې، دي کول جام نوش بدل


ستادَ پاره دَ عشاقو بل نظام دے دلفريب

دَ سنت نه هم ثابت دے دغه جوش خروش بدل


دوه څادره چې پهٔ غاړه تا اغوستي دلته کښې دي

داپهٔ شانې دَ کفن دي دے دَ مينې پوش بدل


دَ محبوب چې دي محبوئې طريقې شبيره واخله

دے طريق طريق دَ مينې دَ عاشق دَ دوش بدل


دَ استلام دَ پاره دَ اشارې اجازت دے۔خپل دواړه لاسونه پهٔ داسې طريقه ځان ته مخکښې نيسل پکار دي۔چې ګويا دا لاسونه دَ حجر اسود دَ پاسه کيښودلے شوي دی۔اوس دا لاسونه ښکلول دي اؤ ښي طرف ته تاويدل دي۔دې سره طواف شروع شو۔ليکن دَ عمرې دَ طواف پهٔ ؤړومبينی درې چکرو کښې رمل هم کولے شي ځکه چې دې نه پس سعي ده ۔کهٔ چا طواف قدوم کړے وي اؤ ورپسې ئې دَ سعي اراده وي نو بيا به هم رمل کوي۔دَ رمل مطلب دادے چې پهٔ دې کښې لاسونو اؤ پښې پهٔ زور اؤ جټکې سره مخکښې کولے شي۔


زړۂ زما دې ډک دَ مينې شي اؤ صاف

خدايه زه چې اوس کومه دا طواف


پتنګان لهٔ شمعې څنګه چې چورليږی

داسې زهٔ شم ترې ونهٔ کړم انحراف


دَ طواف دوران کښې خانه کعبې ته کتل مکروه دي ولې؟


ستا عظمت مې دے پهٔ زړۂ کښې، دَکعبې هم

زړۂ مې غواړي چې ئې وکړم نظارې هم


خو مکروه دي په طواف کښې کتل دې ته

کهٔ بهر لهٔ عقله دي دا مسٔلې هم


بس منل کړه کهٔ مطلب دې محبت وي

کهٔ نسبت څهٔ وشي ورځې ته دَ شپې هم


صحابؤ کړے رمل مونږ ئې هم کؤو

پهٔ تيزۍ لاس خوزؤو ورسره پښې هم


دَ جمات احترام شته خو حکم دادے

محبت کښې به منې دا طريقې هم


عقلِ خام عقلِ اصلي دپاره مات کړه

اے شبيره ورسره دې فلسفې هم


اضطباع به پهٔ اؤو واړو چکرو کښې جاري ساتل وي اؤ دَ هر چکر ابتدا به دَ استلام نهٔ کيږي۔دغه شان به اؤو چکرې پوره شي۔ طواف کښې به ټول اتهٔ استلامونه شي۔دَدې نه پس به دوه رکعته واجب الطواف نمونځ کول وي۔ چونکې لا احرام جاري دے۔پهٔ دې وجه به سرتور سر نمونځ کول وي۔دَ مشرانو مخکښې سرتور سر ګرځيدل ئې ادبي ده اؤ دلته دَ ټولو نه لوئے يعنې دَ الله مخکښې سر تور سر نمونځ کول لازمي دي ځکه چې دا دلته عاشقانه انداز دے۔هر کله چې دَ محبوبِ حقيقي دغه انداز خوښ دے نو مونږ ته هم پکار دي چې دا خوښ کړو۔


څهٔ ټيک دي څهٔ غلط دي پهٔ دې باندې څهٔ پوهيږم

محبوب ته چې مطلوب دي بس پهٔ هغه خوشحاليږم


عاشق ته لهٔ محبوب دَ خوښې څهٔ بل ښهٔ کيدے شي

پهٔ زړۂ کښې مې محبوب دے دَ هغهٔ پهٔ ګفت چليږم


وينا چې دَ محبوب ده ، غوره ده مې لهٔ کتلو

پهٔ خپله پهٔ ليدلو باندې نهٔ مطمٔن کيږم


شيطان پهٔ خپلو سترګو اعتبار وکړلو مردود شو

مردود چرته مانهٔ کړي زه پهٔ دغه خو ويريږم


پهٔ زړۂ کښې مې۔دَ يار تصوير موجود دے چې ئې ؤګورم

هر حال کښې هر صورت کښې هم هغهٔ وته ښکاريږم


کثرت نه چې وحدت طرف ته راغلم زهٔ شبيره

دے يو زړۂ کښې زما ، بس لهٔ هغهٔ ځنې ځاريږم