دَ مکې پهٔ جدايۍ مې زړۂ کړيږي
دَ هجران پهٔ توره بيامې زړۂ غوڅيږي
دلته څومره دا کعبه راته نزدې وه
هایٔے افسوس چې اوس زما نه پاتې کيږي
پهٔ چکرو دَ وداع طواف مشغول يم
څومره تيزه دا ګړیٔ دَ وخت چليږي
خدایٔ زما دې دا طواف آخري نهٔ کړي
دعاګانې آخري وخت کښې قبليږي
دا مرکز دې وي اباد دَ مسليمينو
کافران خو دې ته خونې خونې کيږي
السلام اے کعبے تاته دې سلام وي
ستا کتو باندې مې سترګې نه مړيږي
دَ زم زم اوبه مې څښلې دومره دومره
دَ ايمان تنده پهٔ دې کله ماتيږي
شريعت نه زۂ مجبور يم ملتزمه
واجب کله مستحب ته پاتې کيږي
زړۂ مې غواړي چې دَ سترګو پهٔ پښو درشم
مسلمان رانه پهٔ دې کښې ازاريږي
دې دَپاره زۂ لهٔ لرې درته ګورم
پهٔ دې رش کښې رانه هر څهٔ پاتې کيږي
دَ حجر اسود دَ چپي شوق پهٔ زړۂ کښې
زۂ لرم خو دَ ورتلو وس مې نهٔ کيږي
اے شبيره دَ الله پهٔ لوئے دربار کښې
لامبوزن شه دَ الله رحمت وريږي
دَ طواف نه پس مونږ ناست وو پهٔ حرم کښې
دَ ليکلو زور محسوس شهٔ پهٔ قلم کښې
دَ اخر وخت دَ جذباتو ترجمان وم
پهٔ اشعارو باندې زۂ هلته ګويان وم
تهجد مو هلته وکړو پهٔ حرم کښې
اؤ دَ غم نه سترګې ډوبې وې پهٔ نم کښې
لاس مو بره وو نيولي دَ رب مخکښې
اؤ جاري زمونږ دَ سترګو نه وې اوښکې
مونږه ټول هلته کښې پهٔ جمع دعاګو وو
خواستګار مونږه بيابيا هلته دَ راتلو وو
مونږ کعبې ته پهٔ حسرت سره کتل
ګنهګار معلوميدو راته ځان خپل
څومره شوي رانه دي بے ادبیٔ
دَ دې ځائے دَ وخت تېر شوي کوتاهیٔ
اے الله مونږ ته دا ټولې تهٔ معاف کړې
تربيت زمونږه وکړې زړۂ مو صاف کړې
دي زمونږ چې کوم پهٔ زړۂ کښې حاجتونه
پاک مولیٰ کړې دا پوره مونږ کړو سوالونه
پهٔ دې وخت اذان وشولو دَ سحر
دې حالت نه مونږ راووتو بهر
دَ سحر نمونځ مو بيا وکړلو پهٔ جمه
کړه مو ځانته دَ بلډنګ لاره بيا سمه
دَ ناشتې نه پس مو راغلل بيا بسونه
مونږه دې ته ټول پهٔ جمع وختونه
مدينې منورې ته شو روان
پهٔ درود شريف مونږ شو رطب اللسان
دغه لار دَ مدينې ډکه ده دَ نوره
سترګې ډکې وې دَ اوښکو زړۂ مجبوره
کيفياتو بيا مجبور زما قلم کړو
ځکه حال دَ دغې لارې مې رقم کړو