مدينه منوره رانزدې کيږي
خوشحالۍ نه مې پهٔ مخ اوښکې بهيږي
پهٔ درود اؤ پهٔ سلام باندې مشغول يم
بل قلم مې پهٔ کاغذ باندې چليږي
زۂ ليواله يم سلام دَ حاضرۍ ته
اوس دَ شوقه پهٔ ما وخت کله تېريږي
هلته زۂ به دَ حاضر صيغې سلام کړم
حقيقت دَ تصور نه به جوړيږي
دَ محبوب دربار به څنګه ښکلے ډک وي
سلامونه دَ هرچا به ور رسيږي
زۂ خاموشه به ولاړ يمه يو څنګ ته
سترګې زړۂ زما به خپله ګويا کيږي
دَ رحمت څادر کښې زۂ به هم ځان پټ کړم
رحمتونه څومره هلته راوريږي
زۂ دَ زړۂ پهٔ اواز وايم به سلام
دَ ادب نه مې سر اوسه نه ټيټيږي
اے زائره دَ حرم ښهٔ ځان خبر کړه
پهٔ ادب هلته ټول هر څهٔ ملاويږي
تهٔ بيان کړه خپل مطلب دَ دواړو مخکښې
دَ کرم درياب خو هلته کښې بهيږي
تهٔ کچکول دَ مسکينۍ خو هلته يوسه
ورته ګوره څنګه دا هلته ډکيږي
سترګې ټيټې زړۂ ګويا پهٔ سلام ورشه
اے شبيره جوړ قسمت دې اوس ويښيږي