غواړي مې زړګےتلل مدينې وته ،ولې دا کعبه هم پرېښودے نهٔ شي
دلته نظاره چې دَ کعبې ده نو ، زړۂ نه نظاره مې دا وتے نهٔ شي
څښلے پهٔ بيا بيا مې دَ زم زم اوبه ، کله پهٔ بل ځائے کښې ملاويږي دا
څښمه که زۂ دا پهٔ کټورو باندې ، تنده دَ ايمان پرې ماتيدے نهٔ شي
دلته عبادت دَ طوافونو دے ، چرته عبادت داسې بل نشته دے
زړۂ اؤ تن زما ورنه تاويږي چې، داسې ترې بل ځائے کښې تاويدے نهٔ شي
دادَ رحمتونو پرناله چې ده ، داهم يو سمت ته اشاره کوي
چرتۀ چې رحمت دَ عالمينو دے ، هلته نه دَ تلو بغير کيدے نهٔ شي
خاوره چې دَ قبر ئې افضله ده ، عرش اؤ لهٔ کرسۍ نه کتابونو کښې
دلته نه دَ تلو خفګان لرمه خو ، هلته نه هم زړۂ مې صبريدے نهٔ۔شي
هلته نه کعبې ته مخ کوم به زۂ ، يم به قدمونو دَ رسول کښې زۂ
زړۂ دې اے شبيره فيصله وکړه ، ورشه مخکښې نور حصاريدے نهٔ شي
بله ورځ سحر وختي روانيدل وو
مدينې منورې ته زمونږ تلل وو
کنسترې مو کړې ډکې دَ زمزم
اؤ دَ شپې مونږه داخل شو پهٔ حرم
نيمه شپهٔ وه رش ؤ کم لږ پهٔ مطاف کښې
اساني مونږه ليدله پهٔ طواف کښې
دَ وداع طواف پهٔ وخت چې کوم حالات وي
څومره ګرم پهٔ دې وخت دَ زړۂ جذبات وي
نو دَدې يوه نقشه ده دې غزل کښې
تاسو هم لږ شیٔ شامل پهٔ دې عمل کښې