طواف زیارت


دا طواف دَ حج رکنِ اعظم اؤ فرض دے۔دا طواف عموماً دَ قربانۍ اؤ دَ حلق نه پس پهٔ عامو کپړو کښې کيږي۔ پهٔ دې بعضې خلق حيران شي چې پهٔ عامو کپړو کښې پهٔ طواف کښې رمل اؤ دې نه پس سعي څنګه کيدے شي۔نو پهٔ دې کښې تردد نهٔ دے پکار۔دا بالکل ټيک دي ۔البته پهٔ دې کښې اضطباع نشته ځکه چې هغه صرف پهٔ احرام کښې کيدے شي۔


تور غلاف کښې کعبه پټه يو مرکز دے دَ تنوير

دَ خدایٔ کور دے پهٔ دنيا کښے دَدې نشته بل نظير


پس لهٔ حجه حاجيان تاؤ دي لهٔ دې ښکلي نظاره ده

هر حاجي نن محسوسيږي دَ کعبې دَ دام اسير


حج کښې ئې وليدلې نخښې عملي دَ عاشقانو

ورپسې اوس دادے ويني د ا دَ عشق بدرِ منير


دَ عشاقو پهٔ لباس ئې ترې چکرې لګولي

اوس پهٔ عام لباس کښې هم ترې داحاجيان اخلي تاثير


چرته دا دنيا دَ مينې چرته جال کښې دَ دنيا ګېر

کړې قبول دَ ځان د پاره ما عاجز فقير شبير


الحمد لله دَ لسم دَ ذي الحجې ټول کارونه تر سره ورسيدل۔دَ احرام ټولې پابندیٔ ختمې شوي۔ ښځه هم حلاله شوه۔دَدې نه فارغيدو نه پس منیٰ ته تلل دي اؤ هلته دوه ورځې نور قيام کول دي۔دې دواړو ورځو کښې درې واړه شيطانان زوال نه پس پهٔ کوتکاڼيو ويشتل دي۔

خپله خيمه کښې يا مسجد خيف کښې دَ ماسپښين نمونځ ادا کولو نه پس بيا د شيطانانو ويشتلو ته تياريدل دي۔ پهٔ لاره کښې ټولو کښې اول وړوکے شيطان راځي۔ دَدهٔ هم دغه شان ويشتل دي لکه څنګه چې غټ شيطان ويشتلے شوے ؤ ۔ پهٔ هر کاڼي دا ويیٔل پکار دي۔

بِسمِ اللّٰہِ اَللّٰہُ اَکبَر، رَغمَاً للشَّیطَانِ وَ رِضًی للرَّحمَان

چي کانړي پوره شي نو بيا لږ ډډې ته راتلو نه پس مخ پهٔ قبله ودريدل پکار دي۔ توبه استغفار کول پکار دي اؤ دَ درود شريف نه پس دعا کول پکار دي۔منیٰ کښې دا دوه ورځې پاتې کيدل دَ احنافو پهٔ نزد سنت دي اؤ دَ بعضو امامانو پهٔ نزد واجب دي۔آخر ولې دَ مکې مکرمې غوندې مبارکې زمکې نه خلق ويستلے شي اؤ دلته پهٔ ميدان ئې کښينیٔ؟ ۔داسوال کهٔ يو فلسفي وکړي نو خَير ګني نو عاشق دا سوال نهٔ شي کولے ځکه هغه خو دَ حال پهٔ ژبه ګويا داسې وايی۔ٔ


حضور دلته کښې به ناست وو ورسره هم صحابيان

دوه څادرو کښې سرتور سر دَ منیٰ پهٔ دې ميدان


دا حالت دَ تقدس دے اؤ دا دومره سادګي

پهٔ بل ځائے کښې چرته دا ملاويدے شي يم حيران


يو تاريخ دے يو مقام دے دا منیٰ اؤ مناسک دا

برکات دَدې بيشماره اؤ دَ حج روحِ روان


نظارې دَ بندګۍ اؤ دا دَ عشق ښکلے انداز

چرته بل ځائے به ملاؤ شي زما نشته دے ګمان


دا ازاد روح چې زمونږ دے نفس تړلے بند پهٔ بند

مونږ ازاد لهٔ نفس شبيره کهٔ لږ شو پهٔ دې مکان


پهٔ دولسم دَ ذي الحجې حاجي ته دا اختيار ورکړے شوے دے کهٔ دے ديارلسم ته پاتې کيږي اؤ کهٔ يو ورځ بله رمي کول غواړي يا دے مکې مکرمې ته تلل غواړي۔پاتې کيدل مستحب دي اؤ د تلو اجازت دے۔کهٔ تلل غواړي نو بيا به دے دَ منیٰ نه دَ نمر دَ پريوتو نه مخکښې مخکښې وځي۔ اوس پہ دوی صرف طواف وداع واجب دے نور هرڅهٔ مکمل شو۔ البتہ دَ عاشقانو خبرہ بیلہ دہ۔ هغوی خو صرف دا لټوي چې زما دَ محبوب څهٔ خوښه ده نو دَدوی دَ پاره دَ منیٰ يو ورځ ميلمستيا نوره پرته ده ۔ ښهٔ پهٔ ارام دې دلته کښې شپهٔ تېره کړي۔ دَ زوال نه پس دې شيطانان پهٔ کوتکاڼيو وولي اؤ بيا دې مکې مکرمې ته روان شي۔ بعضې خلق پهٔ دولسم دَ ذی الحجې دَ تلو پهٔ منډه کښې سامان پهٔ سر مکې مکرمې ته روان شي۔دَدی پهٔ وجه ئې وخته رش جوړ شي اؤ حادثې وشي۔ کاش چې پهٔ دې مونږه پوې وے۔ هم سهولت هم ثواب۔شاعر هم غالباً څهٔ داسې لګيا دے۔


دَ محبوب پهٔ اشارو کهٔ څوک شي پوې اؤلږ هښيار شي

ديارلسم دَ ذي الحجې ته پهٔ منیٰ کښې به حصار شي


واجب نه ده مستحب ده پهٔ منیٰ کښې يو ورځ نوره

محبت باندې به پوې شي کهٔ لږ زړۂ دَ چا بيدار شي


دَ مکې ښار مبارک دے هلته تلل ډېر مبارک دي

خو د يار خوښه چې داده چې تاخير پکښې اختيار شي


ولې تا باندې غدۍ ده کهٔ يو ورځ نور تهٔ شې پاتې

هم خرما ده هم ثواب دے کهٔ پهٔ ما دې څهٔ اعتبار شي


کهٔ دې حج نفلي وي بيا خو دَ ثواب طمع ده غوره

اے شبيره بيا نو وايه دا غزل به دې پکار شي


پهٔ ديارلسم د ذي الحجې دَ زوال نه مخکښې هم دَ شيطانانو دَ ويشتتلو اجازت دے خو زوال نہ پس ئې ويشتل مستحب دي لکه څنګه چې شاعر وائی۔


کهٔ تيار شو پهٔ سنتو د عمل مونږه محنت ته

وي به داخوش نصيبي مو ، شو نزدې به نور جنت ته


مونږ رمي دَ ديارلسم کهٔ دَ زوال نه پس شروع کړو

نور ثواب به راملاؤ شي بيا ئې ګوره برکت ته


کهٔ څهٔ لږ پهٔ انتظام کښې مشکلات هم پهٔ دې کښې وي

لهٔ همت ځنې کار واخله دا لار تلي سعادت ته


رب دے تاته عطا کړے لږ دَدې نه تهٔ کار واخله

سستي پريږده ځان لږ چست کړه ترجيح ورکړه عبادت ته


هر مشکل پهٔ دې اسان شي اے شبيره دَ کارونو

بس پهٔ دې کښې کهٔ تاورکړه څهٔ ترجيح لږه سنت ته

مستحب څهٔ شے دے۔خوښ کړے شوے، دَ چا ؟ دَ الله تعالیٰ۔ څنګه ؟ مکې مکرمې ته دَ تلو نه هم ۔عاشق صرف دَ محبوب رضا غواړي۔هغهٔ ته څهٔ نور څهٔ نهٔ ورځي لکه څنګه چې!


کمال دَ عشق دے دا دَ خپل محبوب خؤلے ته کتل کوه

هغه چې دې ودریٔ نو نور څهٔ مهٔ کړه ودريدل کوه


چې چپ شه درته وائی نو دا خپلې شونډې وګنډه

چې خوښې ئې وي خبرې ستا ،خبرې بيا کول کوه


کهٔ غواړي وقار ستا لهٔ خوا جوړ ځان نه پروقار کړه تهٔ

کهٔ خوښ یٔی زيليدل وي ستا ، هر وخت بيازيليدل کوه


کهٔ غواري ستا نه مينه نو پهٔ مينه یٔی ور خوږ شه تهٔ

کهٔ غواړي لهٔ ستا ويره نو ډېر زيات ترې ويريدل کوه


ته ئې چې دَ هغهٔ نو دهغهٔ دَ پاره ژوند کوه

اؤ دې سره پهٔ مينه دَ هغهٔ بيا مړکيدل کوه


داسې حاجيان چې دَ زوال نه پس رمي وکړي نو هغوي دې حرم ته لاړ شي اؤ دَ حرم دَ قرب نه دې تر هغې مستفيد کيږي چې تر څو ئې الله مقدر کښې ليکلي وي۔يو خبره ياده ساتل پکار دي چې هلته دَ اجرونو يو سل اؤ شل حصې دي۔ پهٔ دو کښې شپيتهٔ دَ طواف دَ پاره ، څلويښت دَ نمونځ دَ پاره اؤ شل حصې صرف خانه کعبې ته دَ کتو دَ پاره مختصې دي۔خوش قسمته خلق هغه دي چې دَ وخت قدر کوي۔اؤ پهٔ فضولو ګرځيدو وخت نهٔ ضائع کوي۔دَ فضول ګرځيدو نه ارام بهتر دے اؤ چې ارام وشي نو کار بهتر دے۔لږ بهر وګوریٔ څنګه حرم ته قافلې روانې دي۔


دَ حرم پهٔ لور روانې قافلې دي

دَ رحمت دَ خدایٔی عظيمې سلسلې دي


بوډا ګان ځوانان سړي اؤ ښڅې هر څوک

دَ بخښنې پهٔ اميد ټول دلته کښې دي


لارې ډکې دَ حرم دي ټول روان دي

دَ دې ټولو چې وچتې حوصلې دي


ملک و قوم ژبه جدا جدا دَ ټولو

پهٔ يو رخ ځي دا عجئې نظارې دي


ټول پهٔ نور کښې دَکعبې سر تر پښو ډوب دي

دريابونه دَ رحمت چپې چپې دي


فلسفه نهٔ ده دَ عشق دي دا خبرې

دا دنيا بدله ، نورې انديښنې دي


زړه بادشاه دے ، دا خپل زړۂ دلته کښې جوړ کړه

دا دَ زړۂ دَ جوړيدو ښکلي موقعې دي


دَ خدایٔ کور سره دا زړۂ دَ خدایٔ کور جوړ کړه

تاته څهٔ پته صفات کوم پهٔ دې کښې دي


دلته څهٔ شوي ؟ دَ څهٔ نه څهٔ شے جوړ شو

دَ الله نخښې چې دلته کښې پرتې دي


خدايه اوس زړۂ دَ شبير هم دلته جوړ کړې

چۍ بيان کړي ستا دَ مينې چې قصې دي


خانه کعبې ته کتل پکار دي اؤ دَ مينې جامونه څښل پکار دي۔دا يوه موقع ده چې ضایٔع چرته نهٔ شي۔


نوراني کعبه خپل زړۂ کښې اوس کيږدم زۂ

دَ کعبې مخې ته اوس به چې کښينم زۂ


دَ رحمت يو سمندر چې موجزن دے

غواړم دا خپله حصه ترنه واخلم زۂ


زما مخکښې کريمي ده ستا اے ربه

ستا دَ در نه خالي لاس به څنګه ځم زۂ


زما مخکښې دَ رحمت چې پرناله ده

خدايه غواړم چې پهٔ دې ښهٔ ولامبم زۂ


ليوني دَ دې دَدې نه چاپير چورلي

دوی سره غواړم چکر ولګوم زۂ


خدايه ماته تهٔ نصيب مقام دَ عشق کړې

چې هر وختې تعريفونه ستا کوم زۂ


ستا پهٔ در باندې شبير بينوا پروت دۓ

فيصله وکړې چې بيا بيا به راځم زۂ


کهٔ تاسو حج نه مخکښې مدينې منورې ته نهٔ يَیٔ تلي چې دَ هغې وخت راشي يا تاسو خپل وطن ته روانيږیٔ نو ډېر پهٔ سوز سره طوافِ وداع وکړیٔ۔