دَ منیٰ قيام اؤ شيطانان ويشتل


پهٔ لسم تاريخ صرف غټ شيطان ويشتلے کيږي۔څنګه چه پهٔ ده وړومبينے کوتکانړے خلاص شي نو تلبيه ويیٔل به ۔ودريږي۔دَ غټ شيطان دَ ويشتلو۔مسنون وخت۔تر زوال پورې دے،۔ مباح وخت تر نمر پريواتهٔ پورې دے ۔ دې نه پس مکروه وخت دے خو زنانؤ اؤ کمزورو خلقو دَ پاره دَ شپې ويشتل هم مکروه نهٔ دي۔دَ شيطان ويشتلو سره تکبير سنت دے اؤ ورسره دا دعا هم۔

بِسمِ اللّٰہِ اَللّٰہُ اَکبَر، رَغمَاً للشَّیطَانِ وَ رِضًی للرَّحمَان


دښمن زمونږ شيطان دے نو دَده کله منل دي

چې کار ددهٔ پهٔ زړهٔ کښې وسوسې بس اچول دي


عمل چې پهٔ سنتو کوي څوک نو دے ذليل شي

دَدۂ پهٔ طريقه نن دَ سنت ځکه ويشتل دي


کنځلې کهٔ کؤو دۂ ته دا هم شيطانيت دے

پهٔ دې دے خوشحاليږي لهٔ دې هم ځان بچ کول دي


ويشتل ئې پهٔ چپلو اؤ پهٔ غټو کاڼيو نهٔ دي

دې ټولو مسٔلو نه ځان خبر ګورې ساتل دي


جذباتو باندې عقل اؤ پهٔ عقل شريعت

هر وخت کښې هر يو کار کښې دا پهٔ زور غالبول دي


مسنون دعا سره شيطان کوتکاڼيرو باندې وله

شبيره هر يو کار کښې پهٔ سنت طريقه تلل دي