پهٔ نهم دَ ذي الحجې دَ نمر ختلو نه پس عرفات ته روانيدل دي۔ نن دَ مغفرت ورځ ده، يومِ عرفه ده۔ دَمسٔلې مطابق نن دَ سحر دَ نمونځ نه پس تکبيرونه هم شروع شو اؤ دَ زوال نه پس به دَ عرفات دَ وقوف وخت شروع کيږي ۔نن زوال نه پس اؤ دَ راتلونکي سبا صادق نه مخکښې کهٔ دَ حج نيت سره څوک پهٔ عرفات کښې دَ يوې لمحې دَ پاره هم پهٔ عرفات کښې داخل شو نو هغه حاجي شو ځکه چې دا دَحج رکنِ اعظم دے۔دَدې دَ فوت کيدو هيڅ تلافي نشته ځکه دغه دوران دا خبره يقيني کول لازمي دي چې بنده دې دې دوران کښې عرفات ته حاضري وکړي۔ البته کهٔ پهٔ دغه ورځ دَ دم نه دَ بچ کيدو دَ پاره دا هم ضروري دي چې دَ نمر دَ ډوبيدو پهٔ وخت کښې دې بنده پهٔ عرفات کښې دننه وي۔چونکې نن نه تکبيرونه شروع شوي دي۔ پهٔ دې وجه هر فرض نه پس تکبيرات تشريق ويئل واجب دي اَللّٰہُ اکبَر اَللّٰہُ اکبَر، لااِلٰہَ الاّ اللّٰہُ وَ اَللّٰہُ اکبَر، اَللّٰہُ اکبَر وَ لِلّٰہِ الحَمد۔ اؤ ورسره تلبيه ويئل هم پکار دي ځکه چې دا اوس دَ حاجي داسې ترانه ده چې دے به ئې پهٔ هر حالت کښې دَ غټ شيطان تر ويشتو پورې وايی۔دې نه پس به صرف تکبيرات تشريق جاري وي۔
تلل دي تاته نن کوم ځائے ته مستانه
دَ رحمت يوه عظيمه خزانه
پهٔ قدم قدم نن څهٔ به ملاويږي
ده دَ رب دَ مغفرت يو بهانه
پهٔ نن ورځ به شيطان څومره خوار ؤ زار وي
زړۂ ئې نن کړه پهٔ عمل خپل نشانه
خلق څومره لرې لرې نه راغلي
ده پهٔ خولهٔ ئې دَ لبيک يو ترانه
راسره نشته دے څهٔ چې ورته پيش کړو
ده قبوله نن ادا عاشقانه
دَ محشر پهٔ دې منظر کښې اے شبيره
لاره خپله کړه نن ځان ته جانانه
نن سبا دا زياته بهتره ده چې دَ ماسپښين اؤ دَ مازيګر نمونځ پهٔ خپل خپل وخت کښې پهٔ خپله خيمه کښې ادا کړے شي۔دَ زوال دَ وخت نه دَ وقوف وخت شروع شي ۔ځکه دَ مسپښين نمونځ ادا کولو سره وقوف شروع کول پکار دي۔دَ سوري نه پهٔ نمر کښې وقوف بهتر دے خو دَ صحت دَ خيال ساتلو سره۔هسې نه چې دَ مستحب پهٔ شوق کښې واجب خطره کښې شي۔کهٔ ممکنه وي نو دَوقوف دوران کښې مخ پهٔ قبله ودريدل مستحب دي۔اؤ پهٔ ولاړه وقوف هم۔خو کهٔ څهٔ مسٔله وي نو پهٔ ناسته هم کيدے شي اؤ پهٔ ملاسته هم۔
دَ ماښام وخت داخليدو سره دَ تلو وخت راشي۔نن به حاجي دَ ماښام نمونځ دَ نمر پريوتو نه فوراً پس نهٔ کوي بلکې چې نمر پريوځي نو عرفات نه به روان شي۔دَ حاجي نمونځ مزدلفه کښې دے اؤ دَ ماسخُتن دَ وخت داخليدو نه پس دے۔ماشاء الله قافلې روانې شوې۔څوک پهٔ ګاډو کښې څوک پيدل، ۔داسې ښکاري لکه چې خلقو شراب څښلي وي۔هر يو مست دے۔ ولې به نهٔ وي ۔داهغه شراب دي چې دَ دنيا ګنده شراب دې پسې چرته رسي۔ګڼه ډېره ده خو زړۂ دَ جوش نه ډک دے۔ دَ نوي منزل طرف ته پر عزم ۔
ميلمستيا کښې خپل محبوب درکړل څهٔ درته
دروازه دَ مغفرت درته شوه بيرته
کومې اوښکې چې توئې کړي تا نن دلته
شوې قبولې تهٔ راغلے ئې نن چرته
ستا پهٔ دغه مغفرت شيطان رسوا شهٔ
خولهٔ ترې پاتې شوه دَ ډېر ذلت نه ارته
پهٔ دې ورځې خلق ډېر معاف شي دلته
لږ دَدې ميدان وګوره ته اثر ته
يیٔ روان مزدلفې ته عرفات نه
دَ عشق لاره رسولي چا ده سر ته
د ماښام نمونځ ماسخُتن مزدلفه کښې
دي کول وګوره لږ دغه منظر ته
دَ عشاقو نصاب بيل دے اے شبيره
څهٔ خبر ئې ډيوه مهٔ نيسه تهٔ نمر ته
اوس بۂ دَلکونو خلقو سيلاب درې ميله لرې ؤرسي۔دادې ؤرسيدو۔
شوه نصيب راته دا شپهٔ ښه مزيداره
ستړي يو خو يو راغلي۔ څهٔ دپاره
دَ ماښام نمونځ۔ اول بيا دَ ماسختن
نمونځ کؤو ۔مزدلفه کښې پهٔ قلاره
بيا ارام به د سنت پهٔ نيت لږ وکړو
چې شپهٔ تېره پهٔ اسانه کړو بيداره
دَ حاجي دپاره ليلة القدر دے
دغه شپهٔ ، دې کښې بخښنه لهٔ رب غواړه
پهٔ طرف دَ هغهٔ زړۂ اؤ پهٔ خولهٔ ذکر
نن ساته ښکلي موقعه ده ښه تياره
خپل ځان پيش کړه چې قبول شې پهٔ دې شپهٔ کښې
اے شبيره ځان خپل رب وته وسپاره
دا وئیلي شوي دي چې دَمزدلفې شپهٔ دَ حاجي دَ پاره دَ ليلة القدر نه افضله ده۔ ځکه پهٔ دې کښې ډېر پهٔ شوق سره عبادت کؤل دي۔ پهٔ عبادت ، ذکر استغفار اؤ درود شريف باندې ځان مشغول ساتل دي۔
څنګه چې دَسبا صادق وخت داخل شي نو اذان دې وکړے شي اؤ دَ سحر نمونځ پهٔ تيارۂ کښې کول ښهٔ دي ۔لږ ساعت به دَ مزدلفې وقوف ؤشي۔ځکه چې دا واجب دے۔دَدې وخت د سبا صادق نه شروع کيږي اؤ تر نمر ختو پورې وي۔دلته کښې بهتره ده چې د شيطانانو ويښتلو دَ پاره کاڼي هم جمع کړے شي ۔دا پهٔ يو تيلۍ کښې کښيښودل ښهٔ دي۔چې کله دَ نمر رڼا پهٔ غرونو خوريدل شروع شي نو دَ انسانو سيلاب به دَ منیٰ پهٔ لور روان شي۔