نعت شريف


پهٔ خاتم دَ انبياؤ مصطفےٰ باندې سلام

پهٔ سرور دَ دواړو کونو مجتبےٰ باندې سلام


دے خاتم دَ انبياؤ دے خاتم دَ مرسلين

باکمال دے باجمال دے څومره ښکلے اؤ حسين


انبياؤ پهٔ افسر بدرالدجےٰ باندې سلام

پهٔ سرور دَ دواړو کونو مجتبےٰ باندې سلام


ظاهراً کهٔ اخرين دے حقيقت کښې اولين

هم رؤوف دے هم رحيم دے اؤ دے هم نور مبين


پهٔ محبوب دَ پاک الله شمس الهُدےٰ باندې سلام

پهٔ سرور دَ دواړو کونو مجتبےٰ باندې سلام


چې دَ چا د پاره هر څهٔ يعنې ټول هر څهٔ جوړ شوي

کهٔ دا زمکه کهٔ اسمان دے دغه ټول ئې ښائسته کړي


زمونږ لور نه دې پهٔ دوی وي پهٔ بيا بيا باندې سلام

پهٔ سرور دَ دواړو کونو مجتبےٰ باندې سلام


زۂ۔يم چرته هغوی چرته زۂ حقير يم اؤ فقير

دَ هغوی پهٔ دواړو کونوکښې دے نشته څهٔ نظير


اے شبيره وايه ختم الانبياء باندې سلام

پهٔ سرور دَ دواړو کونو مجتبےٰ باندې سلام