رضا بالقضا


خپل مالک کهٔٔ مې راغواړي نو سامان لرم تيار

کلمه لرم پهٔ زړۂ کښې اؤ پهٔ ژبه استغفار


ډېر غفور دے ، ډېر رحيم دے ،هم سبحان دے ،هم عظيم

دَ هغهٔ پهٔ رنګ کښې رنګ شه چې بيا شې باغ و بهار


ګلاب څنګه نال نادانه شي چې نشته ئې ماحول

تهٔ توبې ته تيار نهٔ یٔي دَ رحمت کړې انتظار


مخ کهٔٔ تا دَ ګندګیٔ نه واړولو نو بيا ټيک ده

عزم وکړه دَ نيکیٔ اؤ پهٔ ګناه شه شرمسار


هر طرف ته دَ دنيا دي دا نقشې خورې چې ګورم

چې مې زړۂ ته کله پام شهٔ دے ورکښې تصوير دَ يار


محبت بې وفا ئی پهٔ زړۂ کښې څنګه يو کېدے شي

دا قانون دَ محبت دے چې يو ځل کيږي دا کار