تيارے


وخت به راشي چې به تلل وي تيارے به ئې کول وي

شي ليکلے هر يو کار مو دا به هلته کښې لوستل وي


ننباسه مه خپل زړۂ ته هر څهٔ دلته دَ دنيا تهٔ

دَدنيا سره تړلي زړۂ ته تلل بيا ډېر مشکل وي


دا دولت اهل و عيال به لهٔ مونږ پاتې شي ټول دلته

چې اعمال زمونږه کوم دي هغه ځان سره وړل وي


بعضې خلق به خوشحال وي پهٔ جنت کښې، پهٔ مزو کښې

پهٔ عمل خپل پهٔ دوزخ کښې غوپې چاته به خوړل وي


څوک ديدار به دَ الله کړي پهٔ جنت کښې ماشاء الله

هغه څوک چې چا منلي به دنيا کښې دَ رب خپل وي


کهٔ مونږ غواړو شفاعت دَ خدائے دَ دوست مونږ تهٔ نصيب شي

دَ هغویٔ ښکلي سنت به مونږ ته دلته خپلول وي


دَ شبيؔر علمِ نافع باندې عمل صالح نصيب شه

پهٔ اخلاص اؤ شي قبول دې چې دا ټول به پيش کول وي