پهٔ خپل رنګ کښې مې اوس رنګ کړه زما رنګ دےختم شوے
بس ستا رنګ اوس زما رنګ دے دے دا رنګ اوس زما ښکلے
ستا دا رنګ غالب پهٔ ټولو ، ټول رنګونه کړي دا جذب
پهٔ ظاهره باندې تور دے دَ الله پهٔ مينه سوے
زما رنګ اول فنا شو ، دے نه پس پرې ستا رنګ راغے
دَ فنا بقا دا لار ده دا يو زوږ مې اورېدلے
زۂ يم خاؤرې يم دَ خاؤرو ، ليکن يم دَ چا خبر شه
اميدوار يم دَ اميد زېرے مې زړۂ کښې دے راغلے
ته مې مل شې پاکه خدايه سلسله بد نامه نهٔ کړم
پهٔ اميد دَ عفو زړۂ مې سلسله کښې دے تړلے
زۂ شبيؔر يمه حقير يم سترګې څنګه کړم اوچتې
کهٔ الفاظ ښکلي زما دي دے حالت مې غورزېدلے