لهٔ نظر نه دَ هغهٔ پټېدے نهٔ شي
کهٔ بل څوک ئې پهٔ هېڅ شان هم ليدے نهٔ شي
دَ سر سترګو ته هغه کهٔٔ نهٔ ښکاريږي
خو لهٔ زړۂ دَ سترګو دے پټېدے نهٔ شي
کوم نظر چې مانوس نهٔ وي ورسره نو
بيا لهٔ شر نه ئې بل څوک بچ کېدے نهٔ شي
کوم نظر به مې جانان سره ملاؤ کړي
دَ نفس ثقل نه څوک هسې وتے نهٔ شي
زۂ شبيؔره دَ هغهٔ پهٔ لوري ځم به
زړۂ زما پهٔ بل طرف ګورې تلے نهٔ شي