دَ منزل پهٔ تلاش نهٔ يم دَ درجو نهٔ کړم طلب
دا آرزو لرم پهٔ زړۂ کښې چې ما خپل کړي زما رب
لېونتوب دے چې دا غواړم چې حجاب دې مينځ کښې نهٔ وي
پهٔ ما څهٔ وشو دا څه کړم دا غوښتل مې دي عجب
هر يو کار لره سبب دے زۂ به هم اختياروم دا
زما زړۂ نه لرې نهٔ کړي البته هغه ، سبب
دَ يوې لمحې غفلت هم پکار نهٔ دے پته نشته
کهٔٔٔٔٔ غفلت کښې ئی وليدلم راته جوړ نهٔ شي غضب
الله فضل پهٔ تا وکړه اے شبيؔره ته ئې مل کړې
اهل حق سره اوس خدائے دې کړي نصيب درته ادب