دَ دنيا اؤ دَ خدائے پاک مينه


چې څهٔ سر دَ محبت دَ دنيا نشته

نو دَ حب الٰهي انتها نشته


چې نظر نه ئې څوک پرېوتو هغهٔ ته

تباهۍ ته ضرورت دَ بل چا نشته


چې چا خپل څيز دَ هغهٔ لار کښې قربان کړو

کهٔ قبول شو څهٔ خطره ورته بيا نشته


دَ بتانو پهٔ دعوت چې چا هم پرېښود

بد نصيب دے زيات ترې بل څوک تباه نشته


پهٔ نعمت کهٔ دَ جنت نعمت دې ياد شو

دې نعمت نه بله ښکلي عطا نشته


زۂ دَ ژوند نه اے شبيؔره يو کار اخلم

دَ هغهٔ شم بل يو شوق اوس زما نشته