دَ هغهٔ شم


بس هغه مې وے پهٔ زړۂ کښې دَ هغهٔ شم

دَ هغهٔ شم ، دَ هغهٔ شم ، دَ بل نهٔ شم


دا يو يو خپله ذره پرې ور قربان کړم

ده دعا مې چې پهٔ دغه قبول زۂ شم


زۂ فنا شمه ، فنا مې هم فنا شي

دَ بقا پهٔ دروازہ دوباره وشم


چې اغيار دَ زړۂ اوس زۂ لهٔ زړۂ خارج کړم

دَ هغهٔ دَ زړۂ پهٔ سترګو بيا لهٔ زړۂ شم


چې پهٔ سترګو ئی دَ زړۂ شبيؔره وینم

دَ هغهٔ چې نهٔ شم اوس هم نو بيا څهٔ شم