څهٔ به انسان وي چې مشغول پهٔ عبادت کښې نهٔ وي
نهٔ کوي شکرورکښې صبر مصيبت کښې نهٔ وي
عافيت غواړو پاک الله! چې ډېر کمزوري يو مونږ
غوښتل مو دا چرته کمے پهٔ محبت کښې نهٔ وي
مونږته بس ستا دَ محبت دا سهاره کافي ده
زړۂ دې مشغول زما پهٔ مال اؤ پهٔ لذت کښې نهٔ وي
مونږ خو پهٔ تا باندې مئن يو دا زما سترګې
چرته مشغولې دَ دنيا پهٔ وجاهت کښې نهٔ وي
دا جهان ستا دے مونږ دَ ستا يو اؤ دا ټول دَ ستا دي
چرته پهٔ فکر کښې مې زړۂ څهٔ ملکيت کښې نهٔ وي
تن اسانۍ باندې دا نفس چرته مایٔل مې نهٔ شي
نفس ته مې شرم اؤحجاب پهٔ مشقت کښې نهٔ وي
قبول زما دې شي دا قلب و نظر پاکه ربه
تاريک مې ذهن نهٔ شي قلب مې دې ظلمت کښې نهٔ وي
مخکښې دَ ستا وے اؤ دَ زړۂ نه ستا بنده جوړ شمه
چې زما زړۂ بې لهٔ احسان بل کيفيت کښې نهٔ وي
زړۂ دَ شبيؔر تهٔ پهٔ خپل ياد باندې روښانه لرې
تهٔ ورته ياد شې داسې کله چې غفلت کښې نهٔ وي