سر دَ حق پهٔ معرفت کښې ټيټول هم زده کول دي
“زهٔ زما” دَ خپل زړګي نه ختمول هم زده کول دي
ډېر کا رونه به خپل تاته دَ فضولو ډک ښکاره شي
تصوردې لهٔ شهرت لرې کول هم زده کول دي
مسٔلې حل نهٔ شوې ستا پهٔ رواجي مال خرچ کولو
چې نادار دي پهٔ هغو مال خپل خوړل هم زده کول دي
تهٔ تر کومې بې مهاره لذتونو کښې به بوخت ئې
دایٔرې دَ شريعت کښې دوی راوړل هم زده کول دي
مسلح کړه پهٔ اخلاقِ حميده باندې خپل ځان تهٔ
رذایٔل دَ نفس خپل ټول دبا وول هم زده کول دي
ضروري دغه کار ډېر دے خو اسان نهٔ دے هېڅ کله
دې د پاره شېخ کامل ته خو ورتلل هم زده کول دي
دَ دنيا دا ټول څيزونه ستا نظر کښې به وي ښکلي
زړۂ دَ يار پهٔ تصور ښایٔسته کول هم زده کول دي
دَهرڅيز ويرې دَ ستا نه جوړ بزدل خو دلته جوړ کړو
ناراضګیٔ نه دې دَ خپل رب ويرېدل هم زده کول دي
تا ډېر خلق پخلاء کول خو دې کولو کښې ناکام شوې
پهٔ توبه باندې اوس خدائے راضي کول هم زده کول دي
زړۂ دې ډک دَ محبت وي عقل وي دَدهٔ خادم دې
دوي پهٔ قېد دَ شريعت دواړه تړل هم زده کول دي
دَ مجرم نه چې محرم شې دې دپاره اے شبيؔره
دَ دنيا پهٔ ځٔٔٔائےخدائے زړۂ کښې راوستل هم زده کول دي