جہد کن دَر بيخودي خود رابياب


څهٔ فرمائي مثنوي کښې آنجناب

جہد کن دَر بيخودي خود رابياب


دے مطلب دَدې چې ځان فنا کړه تهٔ

کړه فنا خپل هر څه يعني آب و تاب


لرې کړه لهٔ زړۂ نه دَ دنيا خيري

دي پهٔ زړۂ پراته چې ستا ټول بېحساب


سترګې چې بينا شي ورته ښکاري بيا

داسې دا دنيا لکه دَ خيال و خواب


غوږ ستا بيا لهٔ حق نه رو ګردان نهٔ وي

نفس دپاره نهٔ اورې بيا تهٔ خراب


تا نه شي ځان هېر هغه دې ياد وي بس

بيا هلته نه راشي تاته هم جواب


تهٔ پهٔ دې شې پوه چې ته هېڅ هم نهٔ يې

هرڅهٔ لهٔ هغهٔ نه راځي لاجواب


کړه معدوم خپل ځان تهٔ پهٔ خپل عشق کښې چې

تاباندې شي بيرته دَ بقا بيا باب


تهٔ بيا دَ هغهٔ شې اؤ هغه ستا شي

هر وخت بيا ته اورې دَ هغهٔ خطاب


غواړي چې هغه څهٔ تهٔ هغه کوې

اؤ هغه هم غواړې چې تهٔ آنجناب


وپېژنه ځان شبيؔره څهٔ يې ته

ختم شد والله اعلم بالصواب

a