زړۂ دَ پاسه چې مې وخوړو ګزار
دغي ضرب زما زړۂ کړلوبېدار
زۂ دَ زړۂ حال کړم بياڼ پهٔ کومو ټکو
پهٔ نظر ستا زما زړۂ شولو سر شار
ستا دَ مينې دَ نظر وم زۂ تلاش کښې
دې دپاره زۂ هر څهٔ ته وم تيار
زۂ دَ مينې جوش کښې وايم ستا عاشق يم
چې پهٔ هوش شم هېڅ لرم نه دَ اظهار
دې باران دَ نُور خو پاتې کړم لهٔ هر څهٔ
يو ګزار ئې زما زړۂ کړلو بيمار
اوس نهٔ غم شته نهٔ څهٔ فکر اے شبيؔره
دَ دنيا دَ خواهشاتو څهٔ اعتبار