دَ مينې لېونتوب


خلق وايي کهٔٔ عاشق ته ديوانه

وشو څهٔ کهٔٔ ستا پهٔ نزد وي فرزانه


سوزېدل دَ پتنګانو خوږ مسلک دے

بس يو دا کهٔٔ ستا پهٔ نزد وي پروانه


کله منډه تر صحرا کله ځنګل ته

ستا پهٔ ياد کښې ده ادا مجنونانه


زۂ خو غواړم چې مې راز پهٔ زړۂ شي پاتې

يم معذور جوړه نعره شي مستانه


اورکي پهٔ شان دَ خلقو رهبري کا

پهٔ تيرو کښې پهٔ طريقِ جانانه


شبيؔر غواړي زړۂبېدار پاک لهٔ غفلت اؤ

اداګانې پرېښودل جاهلانه