دَ خپل شېخ پهٔ ياد کښې


فضل پهٔ ما وشو يقيناً دا دَ سبحان

شېخ کامل ملاؤ شو چې اشرفِ سليمان


هغه شفقتونه چې پهٔ مونږ ئې وو څه وايو به

دومره وو ډېر زيات چې مونږ نه ورک به شو خپل ځان


هغه چې زمونږ دَ زړۂ خبرې به پهٔ خولهٔ ئې وې

مونږه خوشحالۍ سره به پاتې شو حيران


هغه دَ سوالونو پهٔ جواب کښې دَ علمونو زور

خپله پهٔ نظر راتلل عيوب چې وو پنهان


هغه ملاقات کښې دَ سکون و اطمينان حالت

شو به مطمٔن پهٔ ملاقات هر پريشان


هغه تکليفونو بيمارو مصيبتونو هم

ونهٔ خوزولو ؤ ولاړ دَ غر پهٔ شان


کله چهٔ درويش اشرف درويش جمات شروع کړلو

پهٔ استقامت ئې وو حيران جور دَ سلطان


چا پهٔ مصایٔبو چې دَ نورو به ژړل همېش

خپلو تکليفونو باندې ؤ همېش خندان


نهٔ شي ختمولے مناقب ئې دَ شبيؔر قلم

غواړو پهٔ طفيل ئې مونږ کيفيت احسان