تعريف زۂ څنګه دَ حضور وکړمه ژبه زما دَدې طاقت نهٔ لري
دَ هغهٔ زړۂ زړۂ نهٔ دے کانړے دے بس چې دَحضور څوک محبت نهٔ لري
هغه محبوب دَ رب کريم مصطفیٰ
دے چې مظهر دَ هدايت مجتبیٰ
ځکه پهٔ ژبه لرم صل علیٰ
درود سلام دې پرې همېش استوم زړۂ مې پهٔ دې باندې حيرت نهٔ لري
زمونږ دپاره دے رحمت مسقل
دَ هغوﺉ لاره هدايت مستقل
منبع دَ فېض اؤ دَ حکمت مستقل
چې څوک ترې کټ شو نو هغه پهٔ دنيا چرته يو ځائےﺉ کښې به بچت نهٔ لري
دے محبت ئې دَ ايمان تکمېل
اؤ اتباع ئې دَ احسان تکمېل
ښکلے تعليم ئې دَ برهان تکمېل
نوم اخيستونکےئې کهٔ پاتې نهٔ شو نو دا دنيا بيا څهٔ حاجت نهٔ لري
څوک چی ئې سېرت لولي انسان جوړ شي
متبع ئې مردِ مېدان جوړ شي
چې څوک ئې پرېږدي نو شيطان جوړ شي
د خدائےیٔ لهٔ فضل شي محروم شبؔيره څوک چې عمل ئې پهٔ سنت نهٔ لري