دَمينې پېغام


دا پیغام دَ محبت دے عاشقان پهٔ دې ګويا دي

دا خبرې دي دَ زړونو دا خبرې دَ وفا دي


دې اشعارو کښې دَ خپل شېخ کيفيات ما څهٔ بيان کړو

دَ الله والو احوال دي دا احوال کله زما دي


څهٔ احوال پهٔ کښې دَ نورو څهٔ احوال پکښې زما هم

دي زما چې کوم خراب دي چې کوم ښهٔ دي دَ بل چا دي


داشعارو پهٔ صورت کښې کړو مې پيش طريقِ جذب

بنده څنګه دَ الله شي جوړېدے پهٔ دې کښې دادي


دَ دنيا دَ محبت نه بنده څنګه خلاصيدے شي

بې دَ يار دَ محبت نه پنجې کلکې دَ دنيا دي


زړۂ بادشاه دے اے شبيؔره دا دَ خدائے کړه چې دَ خدائے شې

پهٔ هغو کښې تهٔ شامل شه چې میٔن څوک پهٔ الله دي