نن پهٔ مينه دَ محبوب محبوب چې ياد کړم
اؤ پهٔ دغه خپل زړګے ځان ته زۂ ښاد کړم
مونږ ئې هر وختې ياد کړي يو هرځا ئ کښې
د زړګي خپل کور پهٔ ياد ئې نن اباد کړم
اسانيانې ئې راته څومره دي ښودلي
نو پهٔ دين کښې ئې نور څهٔ بيا ولې ايجاد کړم
صحابيان ئې پهٔ هغهٔ باندې فدا وو
دَ هغویٔ عمل دَ خپل عمل استاد کړم
فقهاؤ بيا هغوی نه دي اخستي
دَ هغوی پهٔ شان کښې ځکه زنده باد کړم
زړۂ مې شي دَ هغهٔ زړۂ پهٔ شان شبيؔره
دې دپاره دَ صوفي پهٔ زړۂ زۂ صاد کړم