زړۂ پهٔ تا زما فدا دے
صرف ستا دے َ بل دَ چادے؟
دَ جانان تصوير راسخ چې
پهٔ زړګي کښې اوس زما دے
نور سرور دے هر طرف مې
زړۂ مې تاسره تنها دے
دَ دنيا مينه به څهٔ کړم
منزل اوس زما صفا دے
چې يې کله نه مې زړۂ کښې
يو رنګ کيف دَ استغنا دے
اوس جلوت اؤ خلوت يو دي
چې مې زړۂ کښې فکر ستا دے
دَ ستا مخکښې سر مې ټيټ وے
اوس دَ زړۂ ذوق زما دادے
ژوند مې ؤ ګني به مړوم
چې نظر پهٔ ما دَ چا دے
بوج پهٔ زړۂ مې ټوله ورځ ؤ
حال دَ شپې اوس عجيبه دے
اے شبيؔره دا ده مينه
ځکه حال زما جدا دے