تکليفونه ورکوے تهٔ
بيا ئې خپله بچ کوے تهٔ
چې دَ لارې نه وي لرې
ورته لاره هم ښايې تهٔ
کهٔ غلطيانې ګناه وکړو
پهٔ توبه ئې ختموې تهٔ
مهربان پهٔ مونږ لهٔ مونږ ئې
ځان ته مونږ نزدې کوې تهٔ
پهٔ هر څهٔ کښې تهٔ ظاهر ئې
پهٔ ظاهر ځان پټوې تهٔ
زړۂ زما پهٔ تا میٔن دے
خو دا مينه ورکوې تهٔ
ذکر څهٔ به کړم دَ نورو
چې پهٔ زړۂ کښې زما يې تهٔ
بندګي مې کړې قبوله
چې بنده مې جوړوې تهٔ
دَ حبيب خپل لاره راکړې
چې پرې خپل خلق بوځې تهٔ
ويښيدو ته ئې پرېنږدې
رزائل چې خوبوې تهٔ
زۂ پروا څهٔ کړم دَ نورو
چې پهٔ زړۂ کښې مې راځې تهٔ
دا اشعار چې دَ شبيؔر دې
پهٔ خپل فضل راولې تهٔ