اوس څهٔ شم


ما خپل سوچ کړو دړې وړې اوس څهٔ شمه

زۂ پهٔ خپل نظر کښې اوس به څنګه يمه


کوم تصوير مې خپل چې جوړ ؤ پهٔ زړګي کښې

زړهٔ مې غواړي چې دا خپله وشلومه


چې کوم غواړې داسې جوړ زما تصوير کړه

تش کاغذ غوندې پهٔ لاس کښې ستا راځمه


زۂ بس داسې شم چې ته پهٔ هغې خوښ ئې

دَ خپل ځان باره کښې دغه زۂ واورمه


زما هر څهٔ کښې نقصان دے ثابت شوے

زهٔ پهٔ دې له تکبر راووتمه


دَ کرم ستا دَ نظر شبيؔر طالب دے

نظر وکړه دَ کرم چې مخکښې ځمه