پټ طوفان دے سمندر کښې لهٔ بهره نهٔ ښکاريږي
دَ ضربونو اثر زړۂ باندې زما نهٔ څرګنديږي
دَ هر ضرب سره دَ مينې چپې زړۂ کښې مې پهٔ زور شي
پته نشته حجابات ورسره څومره لرې کيږي
زړۂ زما ستا پهٔ لور ګوري پهٔ هر وختې ورته ښکارې
سر مې تاته غورزولے ستا لهٔ در نهٔ وچتيږي
شکسته شو م ستا پهٔ غم کښې زۂ دَدې ځنې بيا جوړ شوم
پته نشته عاشقان څومره پهٔ دغه شان جوړيږي
تهٔ پهٔ ما باندې میٔن وې ځکه تا باندې میٔن شوم
نقشې څومره دَزړګو پهٔ دغه شانې خائسته کيږي
هيره جوړه شي لهٔ خاورې عاجزئ سره شبيؔره
چې فنا کله فنا شي دَ بقا ترتيب سميږي