څهٔ لهٔ وم راغلے پهٔ څهٔ سر شومه
عقل اؤ دَ فکر نه بهر شومه
ملا زما دَ بوج دَ خپل نه ټيټه وه
بوج دَ نورو هم شو ، برابر شومه
ناست زما پهٔ زړۂ دښمن زما نزدې
نفس مې دَ هغهٔ شو مسخر شومه
غشي دَ وسواس ئې زما زړۂ ولي
پوه نهٔ شوم پهٔ ځان باندې ، اوتر شومه
ولې دَ غفلت کوهي ته پريوتم
ځکه خو لهٔ يار دَ در بې در شومه
خېر دے اے شبيؔره وسله هم لرم
ما وکړه توبه نو څهٔ بهتر شومه