دَ مرګ ښکلے تصور دوست سره دوست ملاوَوي
څومره زړۂ به ئې خوشحال وي چې خپل دوست ته څوک ورځي
دا ژوند ښکلے امانت دے دَ محبوب دَ محبت
خوش نصيب دے چې څوک دې نه فائده حاصلوي
داخپل زړۂ دې ښائسته کړه څومره ورځې چې ژوندے يې
کړه روښانه دا پهٔ ذکر مالک دلته به راځي
خپلي سترګې لهٔ ګند تاؤ دې کړي دَ خپل جانان پهٔ لوري
دَ زړۂ سترګې دې کړه بيرته چې مقصود خپل وويني
دَ هغهٔ دَ دښمن زوګ ته خپل غوږ بند کړه خپل غوږونه
کړه دَ يار پهٔ لورچې واورې چې کوم يار دې اوروي
اے شبيؔره عبادت کښې ګڼه دا چې ته ئې وينې
ګني ويني تا هغه خو هر صورت کښې يقيني