چې زۂ کوم طرف ته ګورم راځي هغه پهٔ نظر
شي فنا هر څهٔ زما نه دا دَغې دے اثر
تجلي ئې پهٔ هر څيز باندې حاوي ده نو دا ځکه
چې پهٔ کوم څيز هم دا پريوزي شي هغه دَدې مظهر
شعاګانے چې پهٔ لار وي ښکارېدے نهٔ شي هېڅکله
چې کوم څيز پهٔ دې رڼا شي نو ښکاره شي برابر
حقيقت نه چې خبر شي پهٔ دنيا کښې کوم يو کس هم
پهٔ حېرت کښې مبتلا شي اؤ صورت ترې شي مفر
صورت نهٔ ويني شبيؔره پهٔ ظاهره هغه کس بيا
چې نظر پهٔ وحدت راشي لهٔ کثرته شي رابهر