مېخانو باندې به څهٔ کړم



زړۂ زما خپل مېخانه ده مېخانو باندې به څهٔ کړم

چې مې يار نهٔ وي کوم ځائے کښې ويرانو باندې به څهٔ کړم


دَ دنيا پهٔ مېخانو کښې خو شراب دَ کثافت دي

لهٔ ظلمت اؤ تيرو ډکو دې کوڅو باندې به څه کړم


دَ دنيا پهٔ بازارونو ښهٔ اؤ بد واړه ټول يو دي

زۂ پهٔ بيعه اخستونکو دې دهوکو باندې به څه کړم


ماشراب دَ مينې څښلي ، ده دا مينه څومره پاکه

دَ دنيا دَ فاني حسن پهٔ نخرو باندې به څهٔ کړم


زما زړۂ اوس يو ليدلے دے میٔن پهٔ هغه يو دے

دَ ظاهر دَدې کثرت پهٔ نظارو باندې به څهٔ کړم


داغوږونه مې دَ يار لهٔ لور نغمو سره بلد دي

دَ هوس نه چې دي ډکې دې نغمو باندې به څهٔ کړم


چې دَ زړۂ سترګې بينا شي نو دَ سر سترګې شي پټې

نو دَ پټو سترګو بيا دې نظارو باندې به څهٔ کرم


ما دَ عشق پهٔ ژبه دا غزل ليکلے دے شبيؔره

بې مقصده دَ الفاظو پهٔ راوړو باندې به څهٔ کړم