پهٔ هغهٔ مې شه قربان دغه ژوندون
هر ويښتهٔ مې دَ تن هم اؤ نن پرون
دَ هغهٔ پهٔ مينه مست يم خو پهٔ هوش شم
چې لهٔ ما غواړي کارونو کښې سمون
سر پهٔ سترګو به کړم پيش ورته خپل ځان زۂ
کهٔ زما دا ځان څهٔ ګرځي قبلؤن
پېسه ځان اؤ وخت دې ټول پرې ور قربان شي
څهٔ بدبخته انکاري شولو قارون
څهٔ به زۂ يم څهٔ زما به ملکيت وي
کاش نيستي دا ذريعه شوے دَ تړون
شاعري دې خوش نصيبه ده شبيؔره
چې دَ مينې دَ هغهٔ لري مضمون