نېغه لار


پهٔ دې لار باندې ورځه څهٔ خطره نشته

لوئے مقصد دے ، بل مقصد ترې بره نشته


بس دَ يار رشته دَ مينې اوس ده پاتې

کهٔ دا مينه نهٔ لرې نو مينه نشته


لامبوزن يمه دَعشق پهٔ درياب کښې

پهٔ دې سيند کښې دَ ساحل څهٔ پته نشته


کهٔ محفل کښې يم بيا هم هغهٔ سره يم

يو لمحه مِ لهٔ هغهٔ نه جدا نشته


چې پهٔ عشق کښې دَ خپل يار څوک مبتلا وي

دَ زړګي دَدې مرض څهٔ دوا نشته


هر يو ځائے کښې بس هغه راته ښکاريږي

لهٔ هغهٔ نه مِ بغېر مشغولا نشته


دَهغهٔ نوم زۂ پهٔ خوله ځکه اخلم

دَخوږوالي ئې همسر پهٔ دنيا نشته


هر يو رګ کهٔ پهٔ سجده مې ورته پروت وي

دَټول عمر پهٔ سجده حق ادا نشته


بس زړګيه پهٔ هغهٔ پسې ژړېږه

دغه ښه ده ښه ترې بله ژړا نشته


زۂ شبيؔر دَ يار دَ مينې چې شراب دي

هغه څښم دَدې شرابو سزا نشته