پټه خبره


دا څنګه به زۂ وايم چې ئې نهٔ يم را بللے

کافي ده چې لهٔ در نه ئې زۂ نهٔ يم پاسولے


هغهٔ يوه خبره پټه غوږ کښې زما مې وکړه

دَ خلقو پهٔ وېنا باندې پهٔ خپله شومه غلے


کهٔ خلق بولي ما بې کاره بولي دې چې بولي

اوس زۂ خو بس دَ يار يم هغه نهٔ شم پرېښودلے


اوس زۂ يم دَ هغهٔ يم دَ هغهٔ پهٔ هر حالت کښې

اوس هېڅ رشته مې نهٔ شي لهٔ هغهٔ جدا کولے


اوس زۂ بس دَ هغهٔ پهٔ سهاره باندې قايم يم

بل هېڅ څوک اے شبيؔره اوس ما نهٔ شي خپلولے