دروازہ دَ جانان


لهٔ هر چا مونږه واپس شو سرګردان

دروازہ يوه وه لرې دَ جانان


دَ مات زړۂ قيمت دې څوک لهٔ هغهٔ واوري

چې شي مات زړۂ دَهغهٔ پهٔ نزد شي ګران


يو هغه دے بې غرضه مينه ناک دے

نور کهٔٔ ګورې دَ غرض دي طالبان


غواړه غواړه لهٔ کريم تهٔ شرم مهٔ کړه

پهٔ غوښتلو خوشحاليږي پهٔ هر آن


چې نظر ئې پهٔ ما پرېوت زما زړۂ بيا

اے شبيؔره پهٔ هغهٔ شولو قربان