مبتلا دَ يار پهٔ مينه کښې زړۂ څنګه لوبوم به
دَ يار وصل ئې مطلوب دے څنګه دا حاصلوم به
دَدې ژوند هره لمحه چې امانت زما دَ يار دے
غواړم دا چې ټول دَ يار شي خو دا څنګه زۂ کوم به
هغه غواړي چې نظر مې پهٔ هغهٔ با ندې مرکوز وي
دَ اغيار چې اشارې دي څنګه ځان ترې نه ساتم به
زړۂ زما پرې مطمٔن دے چې هر شے مې دَ هغهٔ شي
نفس مې کوږ دے دے زۂ څنګه پهٔ دې باندې پوهوم به
شر زما دَ سترګو مخکښې دے خېر دې کښې چې مخفي دے
دَدې شر نه خپلې سترګې چې دي څنګه اړوم به
درشل ونيسه دَ شېخ تهٔ اے شبيؔره ښه مضبوطه
طريقه نوره بهتره درته بله څهٔ ښائم به