سکون نشته مې پهٔ زړۂ کښې بس يو اور دے لګېدلے
آه مې ګرم، داسې ښکاري چې څه ٔشے دے سوزېدلے
باران ولې به دَ اوښکو پهٔ مخ باندې نهٔ وريږي
لرم مينه دَ هغهٔ زۂ چې ئې څوک نهٔ شي ليدلے
لرې شه دنيا زمانه، زما زړۂ کښې ستا ځائے نشته
ستا زما تعلق دے ختم زړۂ مې بل طرف ته تلے
اوس پهٔ ياد به دَ هغهٔ زۂ همېشه رطب اللسان يم
زړۂ مې کور دَ هغهٔ ٔ جام مې دَ هغهٔ دَ مينې څښلے
چې ئې غېر دے اے شبيؔره اوس دې نهٔ راځي پهٔ زړۂ کښې
بس هغه دې همېشه اوس زما زړۂ کښې وسېدلے