پکار دي


همېشه مونږ ته پکارده دَ خدائے مينه

زمونږ هم زړۂ کښې پکار ده چې دا وي نه


دَ هغهٔ يو همېشه مونږ دَ هغهٔ شو

سلسله دَ مينې دا قائمه شينه


دَ هغهٔ مينه پهٔ زړۂ کښې مې هر دم وے

اؤ دا زړۂ مې لهٔ اغيار نه لرې يینه


چې دَ حسنِ ازل کړي دعویٰ دَ مينې

نو دَ زړۂ دروازې لرې دې ساتينه


دے نازک غزل، لږ تم شه اے شبيؔره

غلط نهٔ شې دې کښې تهٔ لارې اصلي نه