صدقات دافِعِ بليات


بلاګانې لرې شي پهٔ صدقات

پهٔ خپل مال کښې دي لازم ويستل زکات


مالکان چې دَ نصاب دي کړي دې شکر

چې دَ دوی دَ ورکولو دي حالات


صدقات مال زياتوي دغه خدائے وائی

چشم ديد دي يقيناً ئې برکات


شي خرابې چې ولاړې اوبهٔ پوہ شه

شه چينه چې کړې حاصل جديد سوغات


شکر کړه پهٔ نعمتونو چې محفوظ شي

پهٔ نقلي کړه ته حاصل اصلي خيرات


پهٔ سود باندې مال پهٔ خپله هلاکيږي

پهٔ مخ باندې دَ سود خور ګوره ظلمات


غواړي رب دَ مؤمنانو خېرخواهي تل

چې پيغور ورسره نهٔ وي ، دے فسات


رسوي تا دَ غريب دعا به چرته

ياد ساته شبؔيره لار دا دَ نجات