دَ احسان بدله احسان دے بله نه
دَ رب مخکښې پهٔ سجده شو څهٔ لهٔ نه
کومه مينه چې کوي مونږ سره رب خپل
پهٔ بل ځائے کښې موندے نهٔ شي کله نه
نصيحت مونږ کوو نورو ته لګيا يو
اثر ولې ترې اخلو خپله نه
سرنګون هريو طاقت ته مونږ پراتهٔ يو
مخ دَ سوال ولې کوو هغهٔ لهٔ نه
خوشحالۍ غم کښې هر څوک راضي کوو مونږ
خو هغه نه ، داسې نه ، اے ګله نه
مختورن شبؔير معاف کړې پاکه ربه
دا بې شکه تاته ده مشکله نه