توبه

ما ډېر کړي ګناهونه خدايه اوس زما توبه

وو غلط زما کارونه خدايه اوس زما توبه


زهٔ غلط وم تهٔ مې هېر وې زهٔ دَ نفس خر باندې سور وم

وو مې داسې حرکتونه خدايه اوس زما توبه


رحمت ستا ربه وسيع دے تهٔ مئين پهٔ خپل مخلوق يې

ضائع کړي مې وختونه خدايه اوس زما توبه


معافي لهٔ ستا نه غواړم ستا پهٔ در باندې ولاړ يم

اوچت کړي مې لاسونه خدايه اوس زما توبه


لهٔ خپل نفس زهٔ دستبردار شوم اوس بس ستا زهٔ تابعدار شوم

راسره کړې مدددونه خدايه اوس زما توبه


اوس حيا راته نصيب کړې اؤ خپل ځان تهٔ مې قريب کړې

پهٔ شبؔير وکړې فضلونه خدايه اوس زما توبه