وګوره


پهٔ تکليف کهٔٔ مبتلا ئې نعمتونو ته وګوره

چې درکړي کوم دي خدائے هغه څيزونو ته وګوره


دَ زړهٔ سترګې دې بينا کړه چې رښتيا درته ښکاره شي

پهٔ تاريخ دَ تېرو خلقو حالتونو ته وګوره


دَ دنيا پهٔ لذتونو کهٔ دَ ستا دَ نفس نظر دے

دَ جنت ښکلي احوالو نعمتونو ته وګوره


پهٔ دنيا کښې بدي شته دے خو پهٔ دې مايوسه نهٔ شې

پهٔ نېکانو نظر واچو دَ دوی زړونو ته وګوره


تکليفونه دې دنيا کښې کهٔٔ نېکان تېروي خېر دے

پس لهٔ مرګ عملنامه کښې ئې اجرونو ته وګوره


ګېر چاپېر کهٔٔ پهٔ دنيا کښې ډېر سامان دَ ګندګۍ دے

ګند پرېږده شبؔيره تهٔ خپل نسبتونو ته وګوره