ګران دي


کهٔ ادب ته ئې وګورم نو خبره کول ګران دي

خو دَ مينې نهٔ ئې مجبور يم ترېنه ځان صبرول ګران دي


دا دَ زړهٔ مې يو ارمان دے چې قبول ما خپل جانان کړي

خو چې حق کوم دَ هغهٔ دے تر هغهٔ رسول ګران دي


دَ دښمن خو دا کوشش دے پهٔ هېڅ حال دَ هغهٔ نهٔ شم

خو هغه پهٔ ما مين دے نو دَدې هېرول ګران دي


زما هر څهٔ دَ هغهٔ دي، ننګ ناموس مې دَ هغهٔ دے

دَ هغهٔ پړے پهٔ غاړه لرم بل اچول ګران دي


کهٔ لهٔ شرمه سر مې ټيټ وي دَ اعمالو پهٔ دنيا کښې

دَ توبې پهٔ دروازه يم نور چې ځان ګېرول ګران دي


بس شبؔيره سر اوچت کړه دَ کريم در دے ځان ويښ کړه

پهٔ غوښتلو خوشحاليږي، دا موقع پرېښودل ګران دي