څنګه ممکن دي دَ شاعر نه کله ، دَ خپل اشعارو تعريفونه کول
دے به پهٔ ځائے دَ ملامتې وي بيا ، لهٔ ملامتې ورځې وي ويرېدل
دا شاعري چې ده زما ده دغه ، دَ خدائے پهٔ فضل الهامي شاعري
دَدې تعريف دَخدائے دَ فضل تعريف ، څنګه کېدے شي بيا دَدې نهٔ کېدل
زما بيان زما بيان نهٔ وي چې ، دَ دې پهٔ زور و شور تعريف کوم زۂ
کهٔ نهٔ کوم دے دَ تحديث نعمت نه ، بس يو اعراض ناشکره کس جوړېدل
دا دعاګانې دَ بزرګانو دي بس ، تقسيموم زۂ دَ هغوی فېضونه
څنګه منسوب کړمه خپل ځان ته زۂ دا ، دا خو دَ حق سره به وي جنګېدل
زۂ دَ الله نه دا دعا غواړمه ، چې ما شبؔير تهٔ دَ هغوی پهٔ لار کړے
ما کړې روان ته ورپسې ورپسې ، اؤ کړې نصيب زما پهٔ دوی پسې تلل